کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار؛ د راستنېدونکو کورنیو له پاره د لاسي صنایعو نندارتون جوړ سو

18 قوس 1398 ساعت 10:43

د کندهار د کار او ټولنیزو چارو په ریاست کي د بېرته راستنېدونکو کورنیو د اقتصادي ودي په موخه د هغوی د لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون پرانیستل سو.


مسؤلین وايي چي دغه نندارتون د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لوري جوړ سوی چي موخه یې د بېرته راستنېدوکو کورنیو د سوداګرو مېرمنو او خلکو عامه پوهاوی تر څنګ د هغوی صنعتي توکو او تولیداتو ته بازار موندنه ده.
په دغه پرانیست غونډه کي د کندهار ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال اغالالي دستګیري وویل چي د اقتصادي پرمختګ له پاره د کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا اړینه ده او له مسؤلینو څخه یې غوښتنه وکړه، چي د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو بازار موندني او ظرفیت لوړوني ته پاملرنه زیاته کړي.
نوموړي ښځینه صنعت کارانو څخه غوښتنه وکړه، چي په صنعت کي د نوښت لپاره خپلي تجربې یو له بله سره شریکې کړي، څو د نوي صنعت خپرېدو ته زمینه برابره سي.
باید وویل سي، چي د بېرته راستنېدونکو کورنیو د لاسي صنایعو په نننۍ نندارتون کي د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري په فني او مسلکي برخو کي تر لنډمهاله زده‌کړو وروسته ۱۶ تنو ته د فراغت سندونه هم ورکړل سول.


د مطلب کود: 197529

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197529/کندهار-د-راستنېدونکو-کورنیو-له-پاره-لاسي-صنایعو-نندارتون-جوړ-سو

آوا
  https://www.avapress.com