د ولايتي شورا د يک شنبې ورځي نوبتي غونډي ته د کندهار مرستيال والي، د ملي امنيت رئيس او دامنيه قوماندانۍ د جنايي جرمنو په وړاندي د مبارزې رئيس ور بلل سوي وه او د کندهار پر وروستي امنيت حالت ئې ورسره بحث وکړ.
د ولايتي شورا رئيس حاجي سیدجان خاکريزوال وايي د يادو مسؤلینوسره ئې د ولسونو د ستونزو ترڅنګ د عملياتو پر مهال د امنيتي ځواکونو پر چلند، د امنيتي ځواکونو ترمنځ پر همږغي، او د ولايتي شورا سره په ځينو برخو کي پر مشورو بحث وکړ.
د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب او امنيتي مسؤلينو د ولس او امنيتي ځواکونو ترمنځ د همږغۍ په رامنځ ته کولو کي د ولايتي شورا د رول ستاينه وکړه او زياته ئې کړه، چي د ولس په همکاري دوئ کولای سي امنيتي حالت ډاډمن کړي او د ولسونو ستونزو ته پر وخت لاس رسی وکړي.
د ولايتي شورا په دې غونډه کي دغه راز د عمر بن خطاب جامع جومات پر کمزوري ساختماني کار هم بحث وسو او زياته سوه، چي د بر رسئ لپاره به د ولايت مقام سره يو ګډ هيئت ته دنده ورکړي، ترڅو لاملونه ئې معلوم کړي.
ولايتي شورا وايي داسي راپورونه ورته رسېدلي، چي له کندهار خارجه پروازونه د يولړ لاملونو له امله بنديږي او دغه لاملونه ئې د امنيتي ځواکونو سره شريک کړي، ترڅو په اړه ئې جدي اقدام وکړي.