دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 197531
ننګرهارکي د پښتو د ادب ستوري پوهاند صديق الله رښتين د زوکړي سلمه کليزه ولمانځل سوه
د سيمينارګډونوالو استاد رښتين يو علمي شخص او د پښتو ژبې لپاره يو ځلانده  او نوم وتی ستوری ياد کړ.
استاد پوهاند صديق الله ريښتين چې د پښتو ژبي يو ځلانده ستوری بلل کيږي نن يې په ننګرهار کي د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د زوکړي سلمه کليزه د يوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل سوه.
په غونډه کي د ولايتي چارواکو سربېره داستاد صديق الله رښتين د کورنۍ  غړو، پوهنتون استادانو، ليکوالانو او محصلينو ګډون کړی وو.
د ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند استاد صديق الله ريښتين دپښتو ژبې يو نوميالی شخص ياد کړ.
د اطلاعاتو او کلتور ريئس رحيم الله خوږياڼی وايي د ټولنې ټول علمي او فرهنګي اشخاص بايد ولمانځل سي.
د پوهاند صديق الله ريښتين زوی فضل الله رښتين بيا زياتوي چي پلار يې د پښتو ژبې لپاره زياتي هلي ځلي کړي او بايد هڅي يې وستايل سي.
استاد اصف صميم بيا د پوهاند صديق الله رښتين لمانځل ځکه ضرورګڼي چې په وينا يې هغه د پښتو ژبې او ګرامر لپاره تر هر چا زياتي هلې ځلې کړي.
نوموړی زياتوي استاد رښتين ۹۱ چاپ سوي اثار او په سلګونو مقالې ليکلي.
استاد صديق الله رښتين په ۱۳۷۷ کال د ۷۸ کلونو په عمر وفات او د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کي خاورو ته وسپارل سو.
https://avapress.com/vdcbfzb88rhb9sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته