دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۸
د مطلب کود : 197533
کندهارکي د معلولینو نړیواله ورځ د يوې غونډي پر مهال ولمانځل سوه
په غونډه کي يو شمیر معلولینو خپلي غوښتني او وړاندیزونه د ولايتي ادارې سره شریکي کړې، چي د ولايتي ادارې لخوا ورسره د هر راز همکاریو ژمنه وسوه.
د ولايت مقام مرستیال عبدالحنان منیب په غونډه کي د مبارکۍ ويلو تر څنګ معلولین د ټولني اتلان یاد کړل دا ځکه چي دوی د هیواد د آزادۍ او دفاع له پاره د خپل بدن خواږه غړي د لاسه ورکړي دي.
د معلولینو د نړیوالي ورځي په جوړه سوې غونډه کي د معلولینو د اتحاديې مسؤل فيض الله عمر یار خبري وکړې، هغه وويل، کندهار کي معلولين د يوشمېر ستونزو سره مخ دي، چي مرستندويه ادارې دي په دې برخه کي ورسره مرسته وکړي.
ده وويل، لوستي معلولين دندي نه لري، او هغه مرستي، چي د ولسواليو لپاره را ايستل سوي وي، په هغوی کي د معلولينو حق په نظر کي نه نيول کېږي.
هغه غوښتنه وکړه، چي معلولينو ته دي دوامداره حرفوي کورسونه داير سي او لوستي معلولين دي په اداراتو کي د نورو خلګو په څېر په دندو وګمارل سي.
د کندهار ولايت مقام مرستیال عبدالحنان منیب د معلولینو وړاندیزونه او غوښتني پر ځای وبللې او زیاته يې کړ، چي ولايتي اداره د امکان تر حده د معلولينو ستونزو ته رسيدګي کوي، خو د کومو ستونزو حل چي په مرکز پوري اړه ولري، تر مرکزي ادارې پوري به يې ورسوي.
هغه زیاته کړه، معلولین د ټولني اتلان او دوی د هیواد په آزادۍ او دفاع کي د خپل بدن غړي د لاسه ورکړي، چي باید په ټولنه کي يې قدر او احترام وسي.
د یادوني وړده، چي د غونډي په پای کي د ولايتي ادارې په لار ښوونه د معلولینو د نړیوالي ورځي د مبارکۍ په موخه د یو شمیرسوداګرو لخوا یادو معلولینو ته ۱۰۰ پار سله اوړه ،۵۰  د اغوستلو ژمني کوټونه، او د یخنۍ له پاره کمپلي هم ورکول سوې.
https://avapress.com/vdcds50fsyt0nk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته