کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پخوانی ولسمشر حامد کرزی:ټول لوري دې له امریکا سره په خبرو کې له پوره دقت او ځيرکتیا څخه کار واخلي

18 قوس 1398 ساعت 13:11


د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د بیا پیل هرکلی کوم، هیله ده ددوی ترمنځ روانې خبرې د جنګ او تاوتریخوالي د پای ته رسېدو سبب شي
سوله د افغانانو اساسي ضرورت دی او له همدې امله د سولې له روانو هڅو ملاتړ کوم، په خبرو کې ښکېل افغان لوري دې له امریکا سره په خبرو کې له دقته کار واخلي څو پیاوړی، واحد او مستقل نظام ولرو
کابل – پخواني ولسمشر حامد کرزي په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د بیا پیل هرکلی کړی خو له ټولو افغان لوریو یې غوښتي چې له امریکا سره په خبرو کې دقت وکړي.
د پخواني ولسمشر له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د حامد کرزي په حواله لیکل شوي چې سوله د ټولو افغانانو مسلم حق دی او له همدې امله یې کلک ملاتړ کوي.
حامد کرزي له امریکا سره د سولې په خبرو کې له ښکېلو افغان لوریو غوښتي چې د خبرو په جریان کې له پوره دقت او مواظبت څخه کار واخلي څو په پایله کې د یو پیاوړي، واحد، مستقل او د ملي یووالي تر چتر لاندې نظام خاوندوان شو.
په خبرپاڼه کې د کرزي په حواله راغلي:« افغانانو د سولې له روانو هڅو ملاتړ کړی دی او غواړي چې له متحده ایالاتو سره مذاکراتو کې ښکېل ټول افغاني اړخونه د مذاکراتو په جریان کې له جدي مواظبت او دقت نه کار واخلي، تر څو پایله یې زموږ هیواد لپاره د ملي وحدت تر چتر لاندې پیاوړی، واحد او مستقل نظام وي.»
پخواني ولسمشر همداراز هيله ښودلې څو د امریکا او طالبانو ترمنځ  دا ځل خبرې په افغانستان کې د روانې اوږدې جګړې او خشونت د پای ته رسیدو سبب شي.
د سولې خبرو له بیا پیلېدو د حامد کرزي هرکلی داسې مهال دی، چې دوحه کې د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د سولې خبرې د شنبې په ورځ پیل شوې او دغو مذاکراتو ته نږدې کسان وايي، چې دواړه لوري به ډېر ژر د سولې هوکړه لاسلیک کړي.


د مطلب کود: 197534

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197534/پخوانی-ولسمشر-حامد-کرزی-ټول-لوري-دې-له-امریکا-سره-په-خبرو-کې-پوره-دقت-او-ځيرکتیا-څخه-کار-واخلي

آوا
  https://www.avapress.com