دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۰
د مطلب کود : 197548
د امریکا دفاع وزیر له افغانستانه په مشروط ډول د خپلو ځواکونو د ایستلو خبره کړې
د امریکا دفاع وزیر، مارک سپیر ویلي که چیرې افغانستان کې له طالبانو ډاډ ترلاسه کړي، نو خپل ټول ځواکونه به له دغه هیواده وباسي.

مارک سپير ویلي د ځواکونو تر ایستلو وړاندې باید په دې ډاډ من شي چې افغانستان د نړیوالو ترهګرو امن ځالې باندې نه بدلیږي.
مارک اسپر فاکس نیوز رسنۍ سره په خبرو کې ویلي کله چې امریکا او د افغانستان دولت د طالبانو سره د جکړې پای لپاره یوې هوکړې ته ورسیږي، امریکايي ځواکونه به له دې هېواد څخه بهر شي.
د امریکا دفاع وزیر زیاته کړې چې دا ځواکونه له افغانستانه تر بهیر کیدو وروسته د روسیې او چین په وړاندې په دنده باندې ګمارل کیږي او یا خپلو کورونو ته ځي.
امریکایي چارواکو روسیه او چین خپل اصلي سیالان بللي چې په وینا یې د دغو هیوادونو مخ په زیاتیدونکو ګواښونو پر وړاندې به جدي اقدام کوي.
ده همدارنګه ادعا کړې چې د ایران دولت د څلویښتو کلونو را پدیخوا په سیمه کې د خپل نفوذ د پراخوالي له پاره کارونه ترسره کړي او ددي هېواد ناوړه کړن حتی د افغانستان پر وضعیت او سیمې باندې منفي اغیز کړی دی.
مارک سپير ویلي: "موږ په افغانستان کې نولس کاله پوځي شتون لرو. په دې هېواد کې د جګړې د پای لپاره سیاسي لارې څخه ګټه پورته کول کولای شي چې جګړه پای ته ورسوي. که چیرې د طالبانو، د افغانستان اوسني دولت او زموږ ترمنځ سیاسي هوکړه کې ډاډ ترلاسه شي، چې افغانستان به د نړیوالو ترهګرو له پاره امن ځالې باندې بدل نه شي، په دې صورت کې به اجازه ورکړو چې په دې هېواد کې خپل سرتیري بهر کړو او د هغو هېوادونو پر وړاندې به یې په دندو وګمارو چې له اوږده وخت راپدیخوا زموږ د انديښنې وړ دي."
طالب او امریکایي استازو له تیرو دوو ورځو راهیسې قطر کې د سولې خبرې پيل کړي او ویل کیږي چې د دوی هوکړه لاسلیک کیدو ته چمتو شوې ده.
سرچينه : تلویزیون یک
https://avapress.com/vdcjxaevouqehiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته