دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۸
د مطلب کود : 197558
د امریکا دفاع وزیر: د افغان جګړې یواځینی حل لاره د سولې هوکړه ده
د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي د افغانستان د اتلس کلنې جګړې لپاره یواځينۍ حل لاره د افغان حکومت، طالبانو او امریکا تر منځ سیاسي هوکړه ده. هغه دا خبره د فاکس نیوز له ټلویزیوني شبکې سره بیګاه په یوه مرکه کې وکړه. د امریکا دفاع وزیر داسې وخت دا خبره وکړه چې امریکايي مرکچي پلاوی عملاً نن د دریمې ورځې په مخه په قطر کې له طالبانو سره په خبرو بوخت دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دا وار بحثونه په دې متمرکز دي چې تاوتریخوالی کم او بین الافغاني خبرو او اوربند ته لار برابره شي.
https://avapress.com/vdcam0n6a49nom1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته