دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۱
د مطلب کود : 197576
ننګرهار کې ښځینه فعالانو د امنیت جنازه پورته کړه
د ننګرهار یو شمیر ښځینه فعالانو د یوه اعتراض پرمهال د دې ولایت د امنیت جنازه پورته کړه.
دغو ښځینه فعالینو له ځانه سره د ننګرهار د نا امنۍ په اړه لیکل شوي شعارونه لیږدول چې، په کې لیکل شوي وو موږ نور د ننګرهار دا نا امنه وضعیت نه شو زغملای.
دغو ښځینه فعالینو د ننګرهار د نا امنۍ جنازه په یوه تابوت کې په خپلو اوږو لیږدوله.
د دې اعتراض سرلارې مقدسه احمدزۍ وایي، وروستۍ ناامنۍ دوی ته د منلو نه دي او د دوی ژوند یې تریخ کړی دی هغه زیاتوي، په وروستیو کې په جلال اباد ښار کې هدفي وژنې ډیرې شوي او هیچا ته د منلو نه دي.
د هغې په خبره په دې ولایت کې هیڅوک په امن کې نه دي او که وضعیت دا دول روان وي ښايي، ډیری خلک د دولت پر ضد راپورته شي.
لایبه هم د دې لاریون ګډونواله ده وایي دې ولایت کې وروستۍ نا امنۍ سخته اندیښمنه کړې.
لایبه وایي، که امنیتي چارواکي د امنیت په کابو کولو نه توانیږي، نو دنده دې پریږدي او یا دې د ولسونو امنیت ته پام وکړي.
په ورته مهال د لاریون مشره مقدسه احمدزۍ په دې برخه کې له مرکزې حکومته غوښتنه کوي چې، د ننګرهار امنیت ته دې پام وکړي ځکه د دوی به خبره اوسني چارواکي د امنیت په کابو کولو کې پاتې راغلي.
نوموړې وایي، یوځل بیاپه ې ولایت کې هدفي وژنې ، اختطاف پیښې زیاتې شوي چې ورسره د د دې ولایت د اوسیدونکو ژوند په خطر کې دی.
د لاریون یوه بله ګډونواله لطیفه بیا وایي ، وروستیو نا امنیو میرمنې له بله هر اړخه ډير په روهي ډول تر فشار لانې کړي دي.
هغه وایي، د کور د نارینه وو له وتو سره د دوی اندیښنې شروع کیږي ځکه د دوی په خبره وروستیو نا امنیو ته په کتو دوی د خپل کور د نارینه وو راتګ یو خیال بولي.
دا په داسې حال کې ده چې، په دې وروستیو کې یوځل بیا په جلال اباد ښار کې هدفي وژنې ډیرې شوي خو ترپخوا دا ځل هغه کسان په نښه کیږي چې، دهېواد او ولس په ګټه دي.
چې، ښه بیلګه یې د جاپانۍ موسسې مشر ډاکتر تیتسو ناکامورا وژل کیدل دي چې، تیره چهارشنبه نا پيژاند وسله والو په یوه برید کې لومړی ټپي او وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.
له ناکاموره سره دهغه موټر چلوونکی او ۴ ساتونکي هم وژل شوي وو.
دښځینه فعالانو د خپل لاریون په لیکل شوو شعارونو کې د ډاکتر تیتسو ناکامورا انځورونه هم لګولي وو.
او وورسته یې د بهسودو پله سره د هغه انځورونه د یاداښت په خاطر ولګول.
امنیتي مسولین بیا په دې ولایت کې د امنیتي وضعیت د کنترول خبره کوي، امنیه قومندان ایمل نیازي په یوه خبره ناسته کې ویل چې، په دې وروستیو کې د بیلابیلو پيښو په تور ۹۹ تنه نیولي او د نورو د نیولو هڅې روانې دي.
خو لاریونوالې میرمنې دا کافي نه بولي او وایي امنیتي چارواکي دې نور په نمایشي کارونو دوی نه دوکه کوي.
https://avapress.com/vdca00n6i49nom1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته