دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۱
د مطلب کود : 197580
هند وايي له افغانستان یې د پیازو واردات ډېر سوي دي
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې هره ورځ له ۸۰ تر ۱۰۰ پورې لارۍ هند ته ځي. هره لارۍ تر ۳۵ ټنه پورې پیاز له افغانستان هند ته لېږدوي.
د هندي رسنیو په راپورونو کې راځي چې د پیازو واردات د تېر په پرتله ډېر شوي دي او لامل یې هم دا دی چې د سوداګرۍ په برخه کې یو څه اسانتیاوې راغلې دي. هندي سوداګر وایي چې نه یوازې د پیازو واردات یې ډېر کړي بلکې د وچې مېوې، تازه مېوي او ځینو نورو افغان محصولاتو واردات یې هم ډېر کړي دي. د افغانستان وچه مېوه، تازه ميوه او سبزیجات دمګړی تر ډېره ګاونډیو هېوادونو ته صادرېږي.
تر دې وړاندې پاکستان هم ویلي وو چې له افغانستان یې د زراعتي محصولاتو واردات ډېر شوي دي.
https://avapress.com/vdcfcedyxw6d1ta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته