کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهوررئیس غني د استانبول پروسې ـ اسیا زړه اتم کنفرانس په خپله وینا پرانیست

19 قوس 1398 ساعت 11:01

اسیا زړه اتم کنفرانس د "سولې، مشارکت او هوساینې" تر عنوان لاندې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په ګډون جوړ شو. په دغه کنفرانس کې چې نن د ترکیې په استانبول ښار کې جوړ شو، پر جمهوررئیس غني سربېره د ترکیې جمهوررئیس رجب طیب اردوغان د نړۍ د دولتونو او حکومتونو مشرانو او د بین المللي سازمانونو استازو حضور درلود.


جمهوررئیس غني په خپله وینا کې د جمهوررئیس اردوغان، ګډون کوونکي پلاوي د رئیسانو او وزیرانو څخه په مننې وویل، ترکیې له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا د افغانستان په امنیتي سکتور کې څرګند رول لوبولی او تر ننه دوام لري او د اقتصادي همکاریو په برخه کې زموږ ترڅنګ ده.
جمهوررئیس د سیمه ییز اتصال په برخه کې له افغانستان سره د بین المللي شریکانو د ګډو هڅو یادونه وکړه او د لاجورد او چین سره د ورېښمو لار په ګډون یې د ترانزیټي او سوداګریزو دهلېزونو د پرانیستو په خاطر د آذربایجان، چین، قزاقستان، قرغزیستان، روسیې، تاجیکستان، هند، ترکیې او ترکمنستان هیوادونو مننه وکړه او وې ویل، دغو دهلېزونو افغانستان پر دې قادر کړ چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۹ کال کې یو میلیارد افغانۍ صادرات ولري.
جمهوررئیس غني په واقعیت د چابهار بندر د بدلېدو په خاطر د هند او ایران مننه وکړه او د امریکا متحدو ایالتونو څخه یې په دې خاطر چې چابهار بندر یې په خپلو بندیزونو کې شامل نه کړ، قدرداني وکړه. جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان محصولات نویو مارکیټونو ته رسېدلي او د افغانستان جلغوزی چین ته صادر شوي، همدارنګه زموږ مېوه او سبزیجات هند او زموږ وچه مېوه، کاناډا، فنلنډ، المان، بریتانیې او د نړۍ نورو هیوادونو ته صادره شوې ده. هغه وویل، موږ د مرکزي اسیا د انرژۍ د لېږد په خاطر سویلي اسیا ته نږدې شوي یوو، د ټاپي پایپ لاین په هرات کې د افغانستان پولو ته رسېدلی او زموږ په هېواد کې به یې د جوړولو چارې په راتلونکي کال کې پیل شي. جمهوررئیس له افغانستان سره په امنیتي او د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د جامع بحث په خاطر د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو مننه وکړه او وې ویل، پاکستان ته یې په خپل وروستي سفر کې د افغانستان د اقتصادي همکاریو لیدلوری او د سیمه ییزو سترو اقتصادي برنامو او د ترانزیټي او سوداګریزو پروژو د ضمانت په اړه، د افغان حکومت او خلکو هیله بیان کړه. جمهوررئیس غني وویل، د اسیا زړه کنفرانس ګډون کوونکو هیوادونو حکومتونو په ۲۰۰۲ کال کې له توکیو کنفرانس څخه په ۲۰۱۸ کال کې د جینوا تر کنفرانس پورې د افغانستان ملاتړ کړی چې د افغانستان د خلکو په ژوند کې یې مثبت اغیز لرلی دی. جمهوررئیس ډاکتر تتسو ناکامورا د افغانانو لوی دوست وباله او وې ویل، هغه په خپلو انسان دوستانه مرستو د یوه واقعي انسان روحیه نندارې ته وړاندې کړه. جمهوررئیس غني تر سیمې هاخوا ګواښونه، تر سیمې هاخوا جرمي سازمانونه او په ځانګړي ډول نشه یي توکي د بې ثباتۍ، تاوتریخوالي او ورانۍ عوامل وبلل او زیاته یې کړه، دغه اوږدمهاله ګواښونه همغږي، ځواب ویلو او ګډ مسوولیت منلو ته اړتیا لري او زه په دې باوري یم چې له ډېرو کمو مواردو پرته، د دولتونو په توګه زموږ ځواب سست، پاشلی او لنډمهاله دی. جمهوررئیس غنې وویل، افغانستان په ۱۹ او ۲۰ پېړۍ کې د مرکزي، سویلي، ختیځې او لویدیځې اسیا د زېربناوو په سیستم کې یو ورک شوی پیوند بېرته سره نښلوي او زیاته یې کړه: اوسمهال افغانستان د ګازو او تېلو د نل لیکو، ریل پټلۍ، لویو لارو او نوري فایبر شبکې څخه په استفادې د لویې ایروشیا د نښلوونکي په توګه بدل شوی چې سیمې ته به لا زیاته ګټه ورسوي. هغه د اوبو، لمریزې او بادي انرژۍ د تولید په برخو کې د افغانستان د ظرفیتونو په اړه هم خبرې وکړې. جمهوررئیس غني له ګواښونو سره د ګډې مبارزې او دا چې له انکشافي فرصتونو څخه څه ډول استفاده وشي خپل وړاندیزونه وکړل وې ویل، موږ باید له سیمه ییزو همکاریو او دولت جوړونې څخه ترلاسه کړي درسونه له یو بل سره شریک کړو. جمهوررئیس غني زیاته کړه، د سپټمبر یوولسمې پېښې په رامنځته کېدو سره د باثابته، ډیموکراتیک او هوسا افغانستان لپاره د نړۍ ځانګړې اجماع رامنځته شوه او نن زموږ ګډې ګټې ایجابوي چې خپله اجماع نوې کړو. موږ افغانان غواړو چې خپل هیواد د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو بستر ووینو، نه د لنډمهاله ګټو د سیالۍ او نیابتي جګړو د ورانۍ ډګر. جمهوررئیس ټینګار وکړ، اړتیا ده چې له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې خپله همکاري او د لیدلوري کچه پراخه کړو. هغه په ځانګړي ډول د افغانستان په ختیځ کې د داعش پرلپسې ماتې او د القاعده رهبرانو د لمنځه تللو یادونه وکړه او وې ویل، د القاعده دغه رهبران بهرنیان او په ځانګړي ډول پاکستانیان وو. د هیواد جمهوررئیس وویل، بېوزلۍ سره د مبارزې په برخه کې ستاسو تجربې موږ ته مهمې دي او له بین المللي ټولنې یې وغوښتل،چې افغانستان سره له لیرې د زده کړو له لارې خپل تعلیمي، تحصیلي او ټکنالوژي بنسټونه برابر کړي، ترڅو وکولای شو د طبیعي سرچینو د مدیریت او هغه پانګه چې د موقعیت له درکه زموږ په لاس کې ده، پرې بریالی شو. جمهوررئیس غني څرګنده کړه، په تېرو اتو میاشتو کې زموږ داوطلب امنیتي او دفاعي ځواکونه له دفاعي حالت څخه تهاجمي حالت ته راغلي دي او نه یوازې په طالبانو یې زیات فشارونه وارد کړي، بلکې هغه اته ولسوالۍ یې هم بېرته له طالبانو نیولي چې یوه لسیزه پرې هغوی کنټرول درلود. هغه وویل، موږ ځانګړي او کومانډو ځواکونه دوه برابره او هوایي ځواکونه درې برابره کړي چې په پایله کې روان کال ۹۶ سلنه عملیات د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترسره کړي دي. هغه زیاته کړه، سږ کال په کورنیو چارو وزارت کې شاوخوا ۵۰ میلیارد افغانۍ سپما شوې ده. جمهوررئیس غني دې ته په اشارې چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولسي جرګې او جمهوري ریاست ټاکنو امنیت په ښه ډول تامین کړ وویل، موږ باور لرو چې د ټاکنو شفافیت د هغه اعتبار حتمي کوي او همداراز ټاکنیز ټکټونه باید د ټاکنو خپلواک کمېسیون قوانین او مقررات ومني. جمهوررئیس غني د افغانستان د سولې پروسې هڅو په ځانګړي ډول د سولې د اووه ماده ییزه پلان یادونه وکړه او د ځانګړو استازو یا ملي امنیت سلاکارانو څخه جوړ د یوه کاري ټیم څخه یې د "متحدیدنو مشورتي ډلې" د جوړېډو وړاندیز وکړ. هغه زیاته کړه، زه د دغې ډلې غړي په کابل کې په یوه کنفرانس کې د ګډون لپاره رابلم چې د سولې په اړه د تېرو هڅو او زده شویو درسونو په اړه خبرې وکړي او مخې ته د حرکت په خاطر یوې اجماع ته ورسېږي. جمهوررئیس غني همداراز وویل، زموږ حکومت د دغې مشورتي ډلې د یوې برخې په توګه له تاسو غواړي چې د بین الافغاني مذاکراتو په کوربه توب کې زموږ سره همکاري وکړئ ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې د سولې د خبرو په جریان کې په جګړه کې د ښکیلو لوریو تر منځ ارتباطي چینلونه پرانیستي دي. جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، موږ باید د خپلو ګډو ګواښونو پر وړاندې یو ځای ودرېږو او دې ته سترګې پر لار یوو چې تاسې سره ګډ کار وکړو، ترڅو د سولې لپاره وروستي ګامونه واخیستل شي. په دغه کنفرانس کې د ترکیې جمهوررئیس رجب طیب اردوغان په خپلو خبرو کې جمهوررئیس غني او د یاد کنفرانس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وې ویل، کچېرې موږ تېرو اتو کلونو ته نظر وکړو پوهېږو چې د استانبول پروسې د پیل راهیسې په ښه شکل روان یوو. هغه د افغانانو قربانۍ یادې کړې او وې ویل، د افغان حکومت او خلکو له هڅو باید ملاتړ وشي او هیڅکله د دې اجازه ورنکړل شي چې د تېرو ۱۸ کلونو پرمختګونه او لاسته راوړنې یې نابودې شي. د ترکیې جمهوررئیس څرګنده کړه، موږ باید د بل هر وخت په پرتله افغان حکومت او خلکو سره خپل ملاتړ او مرستې زیاتې کړو. هغه زیاته کړه، په هره بیه چې وي باید د افغانستان د سولې ملاتړ وشي او ګډې هڅې ترسره شي چې په افغانستان کې تروریستي ګروپونه نابود او په دغه هیواد کې خصوصي پانګونې او د سیمې د سترو پروژو تطبیق ته زمینه برابره شي. اردوغان وویل، موږ له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوو او باید د نشه یي توکو پر ضد مبارزه وکړو او تر هغې چې اړتیا وي موږ باید د افغان ځواکونو تر څنګ واوسو او ملاتړ یې وکړو. د ترکیې جمهوررئیس وویل، استانبول پروسه د سولې او همکاریو د پراختیا لپاره اساسي چوکاټ دی او زموږ موخه باید دا وي چې له دې لارې سیمه ییزه ستونزې او ننګونې حل کړو. هغه زیاته کړه، په اتحاد کې برکت او په بې اتفاقۍ کې ناکامي ده، موږ کولای شو د سیمې ستونزې په ګډې همکارۍ سره حل کړو، که چېرې موږ همبستګي ولرو او متحد عمل وکړو، په هره اندازه چې دغه ستونزې سختې وي کولای شو هغه حل کړو. رجب طیب اردوغان وویل، استانبول پروسه د سیمه ییزې همکارۍ یو بې نظیره موډل دی او دغه پروسه باید دوام ومومي.#


د مطلب کود: 197618

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197618/جمهوررئیس-غني-د-استانبول-پروسې-اسیا-زړه-اتم-کنفرانس-په-خپله-وینا-پرانیست

آوا
  https://www.avapress.com