په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ډاکټر غلام فاروق وردګ په مشرۍ د اسلامي حزب یو ګڼ شمېر مخکښ غړي ددغه ګوند له مشر انجینیر ګلبدین حکمتیار سره خپل پرېکون اعلانوي، رسینو ته د رسېدلو معلوماتو له مخې،ددغه ګوند د رهبري شورا غړو په یوه ناسته کې پریکړه کړې چې راتلونکې جمعه به دغه پرېکون په رسمي توګه اعلان کړي.
د معلوماتو له مخې د پریکون لوی لامل د حکمتیار خپل سرې پریکړې بلل شوې دي
د پرېکون په ډله کې د ډاکټر غلام فاروق وردګ سربیره قاضي امین وقاد، عبدالرووف ابراهیمي، جمعه خان همدرد ، اکبر بارکزی، مولوي سرفراز ، مظفرالدین یمین او یو شمیر نور شامل دي