دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۶
د مطلب کود : 197621
په زابل ولایت کې ۴تنه وسلوال طالبان وژل شوي
د زابل ولایت په ترنګ او جلدک ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۴تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د زابل ولایت ځايی چارواکي وايي،چې په ترسره شوو عملیاتو کې د ۴طالبانو په وژل کیدو سربیره ۵تنه طالب وسلوال ژوندي نیول شوي او د طالبانو د وسلو او مهماتو یوه ډیپوه هم په یادو عملیاتو کې له منځه تللې ده.
چارواکي زیاتوي،چې په نوموړو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
https://avapress.com/vdcb5zb88rhb90p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته