د ارغندیوال په مشرۍ یو شمېر کسان له حکمتیار څخه بیل شوي وو او د حزب اسلامي په نوم یې خپل ګوند په عدلیه وزارت کې رسماً ثبت کړی دی.
له حکمتیار څخه د اسلامي حزب د تازه جلا شویو کسانو مشري فاروق وردک او جمعه خان همدرد کوي او د هغه لیست له مخې، چې تاند ته یې کاپي په لاس ورغلې، د دغه ګوند نژدې ۵۰ مهمو مشرانو له حکمتیار څخه لار بېله کړې او ځان ته یې د اسلامي حزب جلا څانګه جوړه کړې ده.