دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 197627
کرنې وزارت: افغانستان د وریجو د تولید له اړخه نږدې ۶۶ سلنه پر ځان بسیا شوی دی
د کرنې وزارت تازه سروې ښيي چې د تېر کال په پرتله، د وریجو سږنی حاصل نهه سلنه زیات شوی چې له امله يې هېواد د وریجو د تولید له اړخه نږدې ۶۶ سلنه پر ځان بسیا شوی.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي: «دغه سروې چې د کرنې وزارت او د احصایې او معلوماتو لوی ریاست له خوا په ګډه شوې، د وریجو د تولید د کچې معلومولو لپاره د «د شولې بوټو پرېکولو سروې پلي کول»  او په هېواد کې د شولو د کروندو د کچې د معلومولو په پار د «GIS» او (Remote Sensing)  له ټکنالوژۍ ګټه اخیستل شوې».
هغه زياته کړې، د دې سروې پر بنسټ روان کال د هېواد د ۱۸ ولایتونو په ۹۸ ولسوالیو کې شولې کرل شوې وې، چې په دغو ولایتونو کې د شولو د کرکيلې ټوله سیمه نږدې ۱۲۸ زرو هکټارو ته رسېږي چې تېر کال دا شمېره ۱۱۶ زره هکټاره وه.
https://avapress.com/vdchiqnzq23nw-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته