کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کرنې وزارت: افغانستان د وریجو د تولید له اړخه نږدې ۶۶ سلنه پر ځان بسیا شوی دی

19 قوس 1398 ساعت 11:36


د کرنې وزارت تازه سروې ښيي چې د تېر کال په پرتله، د وریجو سږنی حاصل نهه سلنه زیات شوی چې له امله يې هېواد د وریجو د تولید له اړخه نږدې ۶۶ سلنه پر ځان بسیا شوی.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي: «دغه سروې چې د کرنې وزارت او د احصایې او معلوماتو لوی ریاست له خوا په ګډه شوې، د وریجو د تولید د کچې معلومولو لپاره د «د شولې بوټو پرېکولو سروې پلي کول»  او په هېواد کې د شولو د کروندو د کچې د معلومولو په پار د «GIS» او (Remote Sensing)  له ټکنالوژۍ ګټه اخیستل شوې».
هغه زياته کړې، د دې سروې پر بنسټ روان کال د هېواد د ۱۸ ولایتونو په ۹۸ ولسوالیو کې شولې کرل شوې وې، چې په دغو ولایتونو کې د شولو د کرکيلې ټوله سیمه نږدې ۱۲۸ زرو هکټارو ته رسېږي چې تېر کال دا شمېره ۱۱۶ زره هکټاره وه.


د مطلب کود: 197627

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197627/کرنې-وزارت-افغانستان-د-وریجو-تولید-له-اړخه-نږدې-۶۶-سلنه-پر-ځان-بسیا-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com