کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګرو ملتونو افغانستان کې د فساد سره د مبارزې هڅې وستایلې

19 قوس 1398 ساعت 14:29

ملګري ملتونه وايي له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان لاس ته راوړنې ستايي خو په دې برخه کې په لا زیاتو پرمختیاوو ټینګار کوي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما دا خبره د فساد په وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې کړې ده.


ملګري ملتونه وايي له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان لاس ته راوړنې ستايي خو په دې برخه کې په لا زیاتو پرمختیاوو ټینګار کوي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما دا خبره د فساد په وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې کړې ده.
په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له خولې ویل شوي: “ملګري ملتونه د هغو حقوقي کړنلارو، پالیسیو او بنسټیزو پرمختګونو هرکلی کوي، چې له فساد سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې رامنځ ته شوی چوکاټ پیاوړی کوي. ”
د یماموتو له خولې وړاندې ویل شوي: ”ډیره مهمه ده چې اوس د قوانینو په عملي کولو تمرکز وشي او له فساد سره د مبارزې د هوډ څرګندولو په خاطر له هغو کسانو سره حساب کتاب وشي، چې سرغړونه کوي.”
ملگري ملتونه وايي، د جزا د نوي قانون، اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون، د فساد په وړاندې د مبارزې قانون او د ۲۰۱۷ کال د فساد پرضد ستراتیژۍ په ګډون د فساد په وړاندې د افغان حکومت د پورته شویو ګامونو ملاتړ کوي خو پر عملي کیدو یې هم ټینګار کوي.
د یوناما خبرپاڼه زیاتوي، ملګري ملتونه هغه ستونزمن امنیتي وضیعت درک کوي چې افغان قاضیان او څارنوالان په کې فعالیت کوي او د قضايي چارواکو هدفي وژنې غندي.
د ملګرو ملتونو په وینا په داسې حال کې د فساد پر ضد د مبارزې عدلي مرکز د درغلیو قضیې څیړي خو دا مرکز لا هم په لوړ کچ د درغلیو د موثرې څیړنې په برخه کې موثر پرمختګ نه لري.
د یوناما په وینا د اداري فساد د اړوندو څیړنو په اړه د نیونې او احضار یو شمیر امرونه او د ممنوع الخروج حکمونه نه دي عملي شوي او ډیر محکوم شوي باید ونیول شي او سزا پرې عملي شي.
ملګرې ملتونه د 2003 میلادي کال راهېسې هر کال د ډیسمبر 9مه د اداري فساد پر ضد د نړېوالې ورځې په نوم لمانځي.


د مطلب کود: 197640

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197640/ملګرو-ملتونو-افغانستان-کې-د-فساد-سره-مبارزې-هڅې-وستایلې

آوا
  https://www.avapress.com