دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۳
د مطلب کود : 197643
واشنګټن پوسټ: سپینې ماڼۍ د افغانستان ۱۸ کلنې جګړې په اړه ناسم معلومات ورکړي
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د حکومت د محرمو اسنادو پربنسټ یو راپور خپور کړی چې ښيي سپینې ماڼۍ د افغانستان په ۱۸ کلنه جګړه کې د نیمګړتیاوو په اړه خلکو ته غلط معلومات ورکړي دي.

په اسنادو کې دا خبره افشا شوې چې د افغانستان جګړه- چې په نتیجه کې یې ۲۳۰۰ امریکايي سرتېري وژل شوي او نژدې یو تریلیون ډالر لګښت پرې شوی، نوره د ګټلو نه ده.
د واشنګټن پوست راپور وايي، د څه باندې دوه زره پاڼو لرونکي دا اسناد د هغو کسانو د مرکو او لیکنو په استناد- چې د افغانستان په جګړه کې یې ونډه درلوده، د شکایتونو او اعترافونو او نورو شواهدو په اساس برابر شوي دي.
په راپور کې په جریاناتو کې شاملو شاوخوا ۴۰۰ کسانو د افغانستان لپاره د واشنګټن پر بدلېدونکې ستراتیژۍ، د اغېزمن افغان پوځ د جوړېدو پر نیمګړتیاوو، د طالبانو د ځپلو د عملیاتو پر ناکامۍ او په افغان حکومت کې د فساد پرضد د مبارزې پر څرنګوالي انتقاد کړی.


دا اسناد کابو ۲۰۰۰ پاڼې دي او د هغې فدرالي پروژې برخه دي چې د افغان جګړې د ناکامیو او نیمګړتیاو د اروزنې لپاره ترسره شوې وه.
د دې پروژې په ترڅ کې له جګپوړو امریکایي پوځي جنرالانو، دیپلوماتانو، خیریه کار کوونکو او افغان چارواکو سره مرکې شوې دي.
که څه هم د دې کسانو هویت نه دی ښودل شوی، خو ګڼو کسانو په خپلو څرګندونو کې د افغان جګړې او د امریکا پر ناپوهۍ او ناسمو تګلارو او پرېکړو سختې نیوکې کړې دي.

واشنګټن پوسټ خپل رپوټ کې د جنرال ډګلس لوټ څرګندونې راخیستې دي، چې د ولسمشرانو جورج بوش او باراک اوباما په واکمنیو کې د افغان جګړې په برخه کې د سپینې ماڼۍ یو مهم سلاکار و.
نوموړي په ۲۰۱۵ کال کې دې فدرالي پروژې ته ویلي، امریکایان اصلاً په افغانستان نه پوهېدل، او په دې نه پوهېدل چې هلته څه کوي او د څه ترلاسه کولو لپاره افغانستان ته تللي.

نوموړی وایي، د امریکا د دفاع وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او کانګرس د افغان جګړې په اړه یوه خوله نه وو.
دی په افغانستان کې ۲۴۰۰ امریکایي پوځیان د وژنې پړه هم د حکومت پر همدې ناپوهۍ او ګډوډۍ ور اچوي.
د امریکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، له ۲۰۰۱ کال راهیسې کابو ۷۷۵۰۰۰ امریکایي پوځیانو په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی دی، او ځینې یې تر یو ځل ډېر هلته تللي.

له دې ډلې شاوخوا ۲۳۰۰ وژل شوي دي او تر ۲۰ زرو ډېر افغانستان کې د ماموریت پر مهال ټپیان شوي.


واشنګټن پوسټ وایي، د افغان جګړې د ارزونې او پلټنې دې فدرالي پروژې جوته کړې ده چې د امریکا درې ولسمشران، جورج بوشو، باراک اوباما او اوسنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ په افغان جګړه کې پاتې راغلي.ورځپاڼه د دې موندنو پر بنسټ وایي،درې واړه ولسمشران او د دوی پوځي جنرالان نه دي توانېدلي چې د افغان جګړې په اړه له خپل ولس سره کړې ژمنې پوره کړي.

دوی همدا راز په افغانستان کې د فساد په مخنیوي، د افغان امنیتي ځواکونو په سمه روزنه او سمبالښت او د نشیي توکو د کرکیلې په ختمولو کې پاتې راغلي.

د پروژنې موندنې ښیي چې امریکایي پوځي او سیاسي چارواکو په لوی لاس د افغانستان وضعیت په اړه خپل خلکو ته درواغ ویلي او هڅه یې کړی چې خپلې نیمګړتیاوې او ناکامۍ پټې، او د بري ادعاوې وکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfjedymw6d1va.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته