دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۸
د مطلب کود : 197645
هرات کې د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د لاسي صنايعو نندارتون پرانيتسل شو
په دغه نندارتون کې د هرات ولايت د ټولنيزو چارو مرستيالې اغلې مونسه حسن زاده، دراستنېدونکو د بيا يوځای کېدو رئيس رحمت الله حکيمي، دکډوالو چارو رئيس جاويد نادم او دهرات ولايت راستنېدونکو شتون درلود.


اغلې حسن زاده ددغه مراسمو د نندارتون د اهميت په اړه خبرې وکړې او دنندارتون پرانيسته يې وکړه. د هرات ولايت يو شېمر راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو خپلې لاسي وړتياوې او مهارتونه د ليدونکو او  اخيستونکو د جلبولو لپاره وړاندې کړل.
مخکې هم د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو خلکو لپاره د لاسي صنايعو د بازار موندنې او دکار په برخه کې دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې په مرسته د افغانستان په لويو بازارونوکې ترسره شوي و.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، چې په راتلونکي کال کې د بازار موندنې، لاسي صنايعودپلورلو،دندو پيداکولو او په هېواد کې د دايمي ځاي په پرځای کولو  مرکزونو ته لومړيتوب ورکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkqnzm23nw-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته