دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۷
د مطلب کود : 197653
د ولسمشر غنی سره د ایران خارجه وزیر په لیدنه کې ټینګار وشو:

افغانستان دولت باید د راتلونکې مذاکراتو محور وی

افغانستان دولت باید د راتلونکې مذاکراتو محور وی
د ایران خارجه چارو وزیر وویل: موږ په دی باور یو چی باید افغانستان دولت راتلونکې مذاکراتو محور وی او موږ افغانستان ټول لاسته راوړنو باندی ټینګار کوو او غواړو چی افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږی او سوله تامین شی.

محمد اشرف غنی د افغانستان اسلامی جمهوریت ولسمشر نن د آسیا زړه اتم کنفرانس کې په استنبول کې د محمد جواد ظریف د ایران خارجه وزیر سره لیدنه وکړه.
په دی لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادی همکاریو او اړېکو پراختیا باندی بحث وکړ.
 
محمد جواد ظریف وویل: موږ افغانستان ولسمشریز تاکنو څخه چی افغانستان دولت موقف دی او اساسی قانون اصول په بنسټ ولاړ دی، ملاتړ کوو.
په مقابل کې ولسمشر غنی خپل پلان او موقف د سولې په اړه تشریح کړ او وویل چی سوله د افغانستان حکومت لمړیتوب دی او زموږ وطنوالو اساسی غوښتنه ده، خو اساس باید دا وی چی اوربند ترسره شی او طالبانو پټنځایونو مشکل د افغانستان دباندی حل شی. هغه زیاته کړه چی د مخدره توکو سره مبارزی او سیمه ییز مشکلاتو حل چارو کې مشترک همکاری ته اړتیا شته.
ولسمشر، د افغانستان امنیت او ثبات د ایران امنیت په ګډون د سیمی او نړۍ امنیت او ثبات لپاره مهم وبلل او ټینګار وکړ: موږ باید د تروریستی ډلو په وړاندی په افغانستان کې مبارزه وکړو.
 
https://avapress.com/vdcgnu9qwak9y34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته