دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۲
د مطلب کود : 197655
واشنګټن پوسټ: امريکايي چارواکو د افغانستان جګړې په اړه خپل ولس ته درواغ ويلي
د امريکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هغو پټو اسنادو ته لاس رسی موندلی، چې د افغانستان جګړې په اړه له خلکو پټ ساتل شوي وو.
واشنګټن پوسټ وايي، د افغانستان اتلس کلنې جګړې په اړه ټول امريکايي چارواکي پوهېدل، چې دا جګړه د ګټلو نه ده، له هر پلوه د امريکا په زيان ده، خو بيا يې هم خپل ولس ته درواغ ویل، چې افغانستان کې هر څه سم او د بريا پر لور روان دي.
په دغه راپور کې د تېرو اتلس کلونو راهيسې د امريکا درې ولسمشران جورج بوش، بارک اوباما، اوسنی برحاله ولسمشر ډونلډ ترمپ او پوځي جنرالان د افغانستان جګړې له امله ناکامه بلل شوي دي.
د ورځپاڼې له لوري شاوخوا ۲۰۰۰ پاڼې هغه اسناد خپاره شوي، چې حکومت په کې د افغانستان جګړې د حقايقو پټولو هڅه کړې ده.
واشنګټن پوسټ وايي، د دې اسنادو ترلاسه کولو لپاره يې درې کاله په محکمه کې قانوني مبارزه کړې او بالاخره په دې توانيدلي، چې د افغانستان جګړې په اړه ا د امريکايي حکومتونو درواغ او فريب خلکو ته ښکاره کړي.
دغه محرم افشا شوي اسناد د هغې پروژې برخه ده، چې د افغانستان جګړې د ارزونې لپاره پيل شوې وه.
په دغو اسنادو کې د افغانستان جګړې له ډېرو ښکېلو جنرالانو، عسکرو، کارپوهانو او نورو څارونکو سره مرکې شوي او دغو کارپوهانو د رايو په اکثريت د افغانستان جګړه له ناکامۍ ډکه بللې، په دې اړه يې پر امريکايي چارواکو توندې نيوکې کړي او هغوی يې ناپوهان بللي دي.
واشنګټن پوسټ په دغه راپور کې د پخوانيو ولسمشرانو جورج بوش او بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال د سپينې ماڼۍ د امنيتي سلاکار جنرال ډګلوس لوټ هغه څرګندونې راخيستي، چې د افغانستان جګړې د ناکامۍ په اړه يې کړي دي.
جنرال ډګلوس لوټ په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان جګړې حقايقو موندنې پروژې ته ويلي: «امريکايي چارواکي په دې نه پوهېدل، چې د افغانستان جګړه د څه لپاره ده او له دغې جګړې څه ترلاسه کول غواړي.»
د جنرال لوټ په وينا، سپينې ماڼۍ، د بهرنيو چارو وزارت او کانګريس په شريکه خپل ولس ته درواغ ويلي او د افغانستان جګړې اصلي حقايق يې له خلکو پټ کړي دي.
د پنټاګون د راپورونو له مخې د افغانستان نولس کلنې جګړې کې له ۲۳۰۰ ډېر امريکايي عسکر وژل شوي او له ۲۰۰۰۰ زيات ټپيان دي.
پنټاګون د نورو ايتلافي عسکرو شمېر نه دی یاد کړی، خو ازادې سرچينې وايي، په افغانستان کې د وژل شوو امريکايي عسکرو شمېر تر دې څو چنده زيات دی.
واشنګټن پوسټ د افغانستان جګړې په اړه دا محرم اسناد په داسې حال کې خپاره کړي، چې له شاوخوا درې مياشتو ځنډ وروسته يو ځل بيا د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امريکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات پيل شوي او ډېره تمه ده، چې دواړه لوري ډېر ژر يوې هوکړې ته ورسيږي، د بهرنيو پوځيانو د وتلو کره نېټه اعلان او تاوتريخوالی راکم شي.
https://avapress.com/vdciwyazwt1a3q2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته