دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۴
د مطلب کود : 197659
ایران: د افغان حکومت پرته د سولې خبرې مطلوبه نتېجه نلري
محمد جواد ظریف د دوشنبه په ورځ د آسیا زړه – یا د استانبول پروسې د اتم کنفرانس په څنډو کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره د لیدو پر مهال دا خبره کړې ده.
له ارګ څخه په یوې اعلامیې کې راغلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر پدې لیدنه کې د افغانستان د ټولو لاسته راوړنو پر خوندیتوب ټینګار وکړ او ویویل چې غواړي په افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږي.
اعلامیه زیاتوي ولسمشر غني د افغانستان امنیت او ثبات د ایران په ګډون د سیمي او نړۍ د امن لپاره ګټور وباله او ټینګار یې وکړ چې افغانستان به د هغو تروریستي ډلو پر ضد چې په افغانستان کې فعالیت کوي مبارزه وکړي.
ولسمشر غني دا هم ویلي چې سوله د افغان حکومت مهم لومړیتوب دی خو په وینا یې اساس به دا وي چې اوربند وشي او له هېواده بهر د طالبانو د پټنځایونو ستونزه هواره شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال دا څرګندوني کړې چې په قطر کې د امریکایې پلاوي او طالب مرکچیانو ترمنځ خبرو نن څلورمه ورځ ده .
په دې خبرو کې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره پر هغه څه بحث کوي چې د خلیلزاد مطبوعاتي دفتر په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمول او بالاخره یو اوربند ته رسېدل بللي دي.
د تېرو دریو ورځو په خبرو کې تر اوسه د کوم پرمختګ راپور نه دی ورکړل شوی.
په سېپتمبر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د پخوانیو مذاکراتو تر لغو کېدو وروسته د طالبانو پلاوي دوه ځله په تهران کې له ایراني چارواکو سره لیدلي دي.
https://avapress.com/vdccpmqso2bqoe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته