کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکايي سناتور: که پاکستان د طالبانو خوندي جنت نه وي، جګړه به څو اوونۍ وخت ونیسي

19 قوس 1398 ساعت 15:45


امریکايي سناتور لینډسې ګراهام وايي، که پاکستان طالبانو ته خوندي جنت (پناه ځای) نه اوسي، افغان جګړه به په څو اوونیو کې ختمه شي.
 نوموړي، له طالبانو څخه د پاکستان د قوي ملاتړ خبره په داسې حال کې کړې ده چې نن څلورمه ورځ ده په دوحه کې د خلیلزاد او طالب مشرانو مذاکرات روان دي.
ښاغلي ګراهام په دې اړه هم له فاکس نیوز سره په مرکه کې نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده چې اصلي مذاکرات له طالبانو سره نه بلکې له پاکستان سره باید وشي: (( طالبانو سره چې مذاکرات کوو، سم کار نه دی، د دوی پر ځای باید پاکستان سره مذاکرات وشي چې طالبانو ته پناه ځایونه ور نه کړي، که داسې وشي افغان جګړه په څو اوونیو کې ختمېږي.))
 ښاغلي ګراهام ټینګار کړی چې دی غواړي د پاکستان دوه مخې تګلاره پای ته ورسوي او په وینا یې دا هېواد باید د نظامي اهدافو پر ځای د سوداګریزو ګټو سنجولو ته قانع کړای شي.
 دا په داسې حال کې ده چې امریکايي او طالب مشرانو هیله ښودلې چې په قطرکې روان مذاکرات یې نتیجه ورکوونکي دي او افغانستان به بیا د ترهګرو ځاله نه ګرځي.


د مطلب کود: 197660

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197660/امریکايي-سناتور-پاکستان-د-طالبانو-خوندي-جنت-نه-وي-جګړه-څو-اوونۍ-وخت-ونیسي

آوا
  https://www.avapress.com