دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۵
د مطلب کود : 197662
بادغیس کې د زعفرانو د خوندیتوب او کیفیت مجهز مرکز پرانیستل شو
په بادغیس ولایت کې د زعفرانو د تشخیص، خوندیتوب او کیفیت معلومولو یو مجهز او مډرن مرکز پرانیستل شو.
 دا مرکز (FAO) په مالي مرسته جوړ او د کرنې ریاست لخوا پرانیستل شو، چې د زعفرانو د چیک درې مګنیفایر دستګاوې، د زعفرانو دوه ځانګړي میزونه او د زعفرانو د خوندي کولو درې سوه ځانګړې خلطې لري.
 د بادغیس د والی مرستیال فیض محمد میرزازاده وايي، له دغه مرکز څخه به د زعفرانو د حاصلاتو د معیاري راټولونې، خوندیتوب، وچولو لپاره ګټه واخیستل شي.
 افغاني زعفران په سیمه کې ثاني نه لري او نړیوال بازار یې هم تود دی خو کله کله یې د کیفیت او ساتنې په اړه پوښتنې پیدا کېږي.
https://avapress.com/vdcg3u9qxak9y34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته