دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۳
د مطلب کود : 197671
طالبانو جوزجان کې د یو کلي ۱۰۰ کسان برمته کړل
طالبانو د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ د کوګلتاش کلي نږدې ۱۰۰ تنه اوسېدونکي له ځان سره نامعلوم ځای ته بیولي دي.
ځايي سرچینې پېښه تاییدوي او وايي، دا پېښه نن له غرمې وړاندې د شاه مرزابین شبرغان اقچې په ساحه کې شوې ده.
د فیض اباد ولسوال الف شاه وايي، د طالبانو لخوا په برمته شویو کسانو کې د ولسي پاڅونوالو کسان هم وو.
نوموړی وايي، دا کسان د پاڅونوالو د قومندان الله بیرن جنازې ته تللي وو چې په شبرغان ښار کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله وژل شوی و.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcguu9qqak9y34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته