کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چاوش اوغلو: د افغانستان دوامداره ملاتړ ته ژمن یو

19 قوس 1398 ساعت 16:45


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو ویلي، څو پورې افغانستان ترکیې ته اړتیا ولري دوی به ورسره وي.
هغه دا څرګندونې نن په استانبول کې د هېواد د بهرنیو چارو له سرپرست ادریس زمان سره په لیدنه کې کړې دي. چاوش اوغلو زیاته کړې، افغانستان سره همکاریو ته ژمن دي او څو پورې چې افغانستان دوی او ناټو ته اړتیا ولري دوی به په دې هېواد خپل حضور او دغه راز همکاریو ته دوام ورکړي.
اوغلو څرګنده کړې چې افغانستان اوس په یوه حساسه مرحله کې قرار لري او نړیوالو هم د دې هېواد د سولې لپاره خپلې هلې ځلې پیل کړې دي. نوموړي ویلي، دی هیله من دی چې روانه پروسه په دې هېواد کې روانې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او د ټولو لوریو لپاره هیله بښوونکي پایلې ولري.


د مطلب کود: 197676

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197676/چاوش-اوغلو-د-افغانستان-دوامداره-ملاتړ-ته-ژمن-یو

آوا
  https://www.avapress.com