دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۹
د مطلب کود : 197679
د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ د اووه افغان لوبغاړ په شتون کې پېلېږي
د بنګله دېش کرکټ لیګ چې د نړۍ په کچه د معتبرو لیګونو په قطار کې راځي، سږ کال پکې اووه افغان لوبغاړي اخېستل شوي، چې سبا غرمه دولس بجې پېلېږي.
د بنګله دېش د سوداګریز کرکټ لیګ اووم پړاو سبا غرمه دولس بجې د اووه افغان لوبغاړو په شتون کې پېلېدونکی دی؛ شهزاد محمدي، محمدنبي عیسی خېل، حضرت الله ځاځی، شفیق الله شفق، نوین الحق، رحمان الله ګُربز، نجیب الله ځدران او مجیب الرحمن هغه لوبغاړي دي، چې په دې لیګ کې د محتلفو لوبډلو له خوا پېرل شوي دي.
دا لیګ د ۲۰۲۰ م کال د جنوري تر ۱۷ مې نېټې پورې دوام کوي، چې ټولې پکې ۴۶ لوبې کېږي.
تېر کال د دې سیالیو اتلولي کومېلا وېکټورینز لوبډلې ګټلې وه او سږ کال له خپلې اتلولۍ د دفاع په خاطر هلې ځلې کوي.
په دې لیګ کې هره ورځ دوه لوبې کېږي، چې لومړۍ لوبه یې د افغانستان پر وخت غرمه دولس بجې او دویمه لوبه یې ماښام پنځه بجې پېلېږي.
دا د دغه کرکټ لیګ اووم پړاو دی، چې د اووه لوبډلو په ګډون د اووه افغان لوبغاړو په شتون کې یې لوبې تر پایلوبې غځېږي
https://avapress.com/vdceff8zojh8opi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته