کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار: دوه ځانمرګي بریدګر له یوه موټر بم سره نیول شوي

20 قوس 1398 ساعت 10:28


د افغانستان د ننګرهار چارواکي وايي چې د ملي امنیت ځواکونو په جلال اباد ښار کې یو موټر بم له دوو ځانمرګو بریدګرو سره نیولی دی.
د ننګرهار چارواکو نيول شوی موټربم او دوه تنه ځانمرګي بریدګر د ډيسمبر په لسمه نېټه د ننګرهار د ملي امنیت ریاست پر انګړ کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د خبریالانو پر وړاندې ودرول.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په دې موقع خبریالانو ته وویل، د لومړنیو معلوماتو له مخې بریدګرو غوښتل چې په جلال اباد کې پر یوه دفتر موټربم چادونه وکړي:
“د ملي امنیت قهرمانو ځواکونو او کشفي پرسونل تېر ماښام دغه يو موټر چې شاوخوا يو ټن ټي این ټي مواد (بارود) چې ډېر قوي دي، دا يې له دوو بریدګرو سره یوځای په شپږمه ناحیه کې ونیول.”
په نیول شویو دوو ځانمرګیو کې یو تن یې ریاض نومېږي چې له رسنیو سره یې په خبرو کې وویل، له ډېرې مودې راهیسې په پېښور کې اوسېږي او هم هلته د ده په خبره ”فدايي” برید ته تیار شوی وو.
په دې مطبوعاتي کنفرانس کې قومي مشر ملک شاه زمان د ملي امنیتي ځواکونو نه مننه وکړه د لويې چادونې مخه يې نیولې ده.


د مطلب کود: 197740

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197740/ننګرهار-دوه-ځانمرګي-بریدګر-له-یوه-موټر-بم-سره-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com