دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 197741
د چیک جمهوریت په یو روغتون کې شپږ کسان په ډزو وژل شوي دي.
ـ چېک: پولیس وایي پېښه د دسېمبر پر۱۰مه د اوستراوا په یو نیورسټي روغتون کې شوي.
دغه سیمه د هېواد له مرکز پراګه ۳۵۰ کیلومیټره ختیځ ته ده.
د چیک وزیر اعظم اندرې بابیش د دسېمبر پر۱۰مه قامي ټېلېویژن ته وویل، دا دردونکې پېښه ده.
څلور کسان ځای پر ځای وژل شوي او دوه کسه چې زخمیان ول وروسته مړه شول.
د روغتون مشر جېري هاورلانټ ویلي ډزې د رواني ناروغانو د خدماتو په څانګه کې شوې.
پولیس وایي، په پېښه کې د ککړ یو مشکوک تن د نیولو هڅه یې وکړه خو هغه له ګرفتاریدو مخکې ځان وواژه.
د پېښې وروسته په ټول هېواد کې امنیت ټینګ کړی شوی دی.
https://avapress.com/vdceef8zzjh8ofi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته