کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې څلور تنه د سازمان شویو جرمونو په تور ونیول شول

20 قوس 1398 ساعت 11:13


تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت د میر بچه کوټ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي.
د دې عملیاتو په پایله کې څلور تنه د سازمان شویو جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
یاد کسان په وژنې، انسان تښتونې، وسله والو غلاوو او ترور تورن دي.
له نیول شویو کسانو څخه پنځه میله وسلې او مهمات یې، لاسي بمونه او نظامي یونیفورمونه هم د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.


د مطلب کود: 197742

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197742/کابل-کې-څلور-تنه-د-سازمان-شویو-جرمونو-په-تور-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com