دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۳
د مطلب کود : 197742
کابل کې څلور تنه د سازمان شویو جرمونو په تور ونیول شول
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت د میر بچه کوټ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي.
د دې عملیاتو په پایله کې څلور تنه د سازمان شویو جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
یاد کسان په وژنې، انسان تښتونې، وسله والو غلاوو او ترور تورن دي.
له نیول شویو کسانو څخه پنځه میله وسلې او مهمات یې، لاسي بمونه او نظامي یونیفورمونه هم د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
https://avapress.com/vdcfjedy0w6d1ea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته