دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 197743
امریکا کې شپږ کسان وژل شوي
د امریکا په نیوجرسي ایالت کې له پولیسو سره وسلواله نښته کې شپږ کسان وژل شوي، چې یو پولیس افسر هم پکې دی.
نښته جرسي سیټي کې شوې چې له نیویارک سره ګاوڼد کې او د هوډسن سیند پورې غاړه پرته ده.
نوموړی وايي دغه پېښه کې دوه بریدګر او درې ولسي وګړي وژل شوي دي.
د رپوټونو له مخې، بېګا د دوو بریدګرو او پولیسو ترمنځ له یوې ګړۍ ډېره نښته وشوه.
لا هم مالومه نه ده چې دا برید ولې شوی، خو ځايي چارواکي وايي، باور نه لري چې د ترهګریز نیت له مخې دا برید شوی وي.
د نیوجرسي ایالت شمال کې ځايي رسنۍ رپوټوي چې نښته یوه پلورنځي کې پیل شوه او دغلته دوو وسلوالو مورچه نیولې وه.
پلورنځي کې یو ټپي کس د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.
https://avapress.com/vdcgtu9qwak9yu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته