دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۸
د مطلب کود : 197744
کورنیو چارو وزارت: کندهار او هرات کې د نشه يي توکو نهه قاچاق کوونکي ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت لخوا رسنیو ته په لیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د کندهار ولایت د احمدشاه بابا په نړیوال هوايي ډګر کې د نشه يي توکو شپږ قاچاق کوونکي نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې یادو کسانو یو شمېر هیرویین د کپسول په بڼه په خپلو نسونو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې هندوستان هېواد ته یې ولېږدوي؛ چې پولیسو نیولي دي.
همداراز د هرات ولایت د هوايي ډګر سرحدي پولیسو هم د نشه يي توکو درې قاچاقبران نیولي دي.
یادو کسانو یو شمېر نشه يي توکي په خپلو نسونو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې بهر ته یې ولېږدوي، چې هدف ته له رسېدو مخکې پولیسو نیولي دي.
https://avapress.com/vdchkqnzk23nwqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته