کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې هر کال د ځمکې لاندې اوبه پنځه متره کمیږي

20 قوس 1398 ساعت 12:07


د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په کابل کې هر کال د ځمکې لاندې اوبه له دریو تر پنځو مترو کمیږي.
د اوبو او انرژۍ وزارت زیاتوي، د دارالامان، خیرخانې، او دشت برچې سیمو اوبه د کابل د نورو سیمو په پرتله ډېرې کمې شوي دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت په کابل کې اوبو د مهار په پار ناسته کړې وه.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت هایدرولوژۍ رییس سید ولي الله عاقلي په دغه ناسته کې یاده کړه، چې د اوبو رسولو یو شمېر شرکتونه، حمامونه او د غیر الکولي مشروباتو یو شمېر کارخانې د کابل په ګڼ مېشتو سیمو کې پرته له اجازې د ځمکې لاندې اوبو پر رایستلو لاس پورې کړی.
د دغه وزارت د تازه سروې پر بنأ چې د کابل په ٢٣ ناحیو کې ترسره شوې ښیي چې په کابل کې ١٥٠ میلیونه متر مکعب اوبه په مصرف رسیږي او ٩٥ میلیونه متره مکعب اوبه بېرته په ځمکتل کې ذخیره کیږي.
دغه وزارت وایي، اوس مهال کابل د ٣٥ میلیونه متر مکعب اوبو له کمښت سره مخ دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت د تازه سروې پر اساس، په کابل کې هر کال د ځمکې لاندې اوبه له دریو تر پنځو مترو اوبه کمیږي . او د کابل د نورو سیمو په پرتله د دارلامان، دشت برچې، خیر خانې او افشار سیمې د اوبو د کمښت له ګواښ سره مخ دي.
په دغه سروې کې ویل شوي د کابل د یو شمېر سیمو د ځمکې لاندې اوبه ککړ شوي چې له امله یې د کابل خلک او په ځانګړي توګه ماشومان پر اېچ پایلوري، جلدي، اسهال او نورو بېلاو بېلو ناروغیو اخته شوي دي.
د کابل ښار د ماسټر پلان پر خلاف کابل کې د نفوس د زیاتوالي له امله، کابل ښار د هوا ککړتیا او اوبو کمښت له جدي ستونزې سره مخ دی.
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د نړۍ زیات شمېر هېوادونه د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي.
د افغانستان یو شمېر ولایتونو کې هم د اوبو د کمښت له امله هېوادوال اړ دي چې په اوبو پسې له یوې سیمې بلې سیمې ته کیلو مټره پلی مزل وکړي. او په ځینو هېوادونو کې خو بیا د اوبو د کمښت د ستونزې له امله د اوبو پیدا کېدو او اوبو راوړلو پر سر د وګړو تر منځ شخړې هم رامنځته کیږي.
د تودوخې د درجې لوړوالی، د هوا ککړتیا او د اوبو کمښت هغه ستونزي دي چې اوس مهال د نړۍ ډېر شمېر هېوادونه یې له جدي ګواښ سره مخ دي.


د مطلب کود: 197745

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197745/کابل-کې-کال-د-ځمکې-لاندې-اوبه-پنځه-متره-کمیږي

آوا
  https://www.avapress.com