دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 197746
د پاکستان پر یو پولیس افسر امریکا بندیز لګولی
امریکا متحدو ایالتونو د هغو کسانو په نوملړ کې چې له بشري حقونو سرغړونه کوي، د پاکستان یوه پخواني پولیس افسر راو انوار نوم هم شامل کړی او بندیزونه یې پرې لګولي دي.
علامیه کې ویل شوي، چې راو انوار د پاکستان کراچۍ ښار کې د پولیسو یوه افسر په حیث جعلي نښتې کړې چې پکې د پولیسو له لاسه خلک وژل شوي دي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، نوموړی په دغسې ۱۹۰ نښتو کې برخه درلوده، چې د وزیرستان یوه ځوان نقیب الله مسېد په ګډون پکې ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي ادعا کېږي چې راو انوار د پولیسو د هغې شبکې مشري کړي چې له باج اخیستونکو، د ځمکو غصب کوونکو، قاچاقبرو او وژونکو مجرمانو سره یې مرسته کوله.
اعلامیه کې ویل شوي، راو انوار د دسیسې چمتو کولو او په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه له بشري حقونو د سرغړونې پېښو کې ښکېل و.
https://avapress.com/vdcjxaevmuqehaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته