دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 197747
ډونالډ ټرمپ هم د ناټو سازمان ته د وسلو د بازار په سترګه ګوري، د ناټو د فلج کېدو په تړاو د فرانسې د ولسمشر ایمانویل ماکرون پر څرګندونو د ټرمپ جدي غبرګون هم له همدې امله و
امریکايي سناتور ریچارډ بلک پر ناټو سازمان نیوکه کوي او وايي چې دغه سازمان د وسلو د خرڅلاو لپاره جوړ شوی دی.
د امریکا د ویرجینیا ایالت مخکښ سناتور ریچارډ بلک چې څه موده یې د دې سازمان د شمالي اتلانتیک د سازمان د یو افسر په توګه یې هم دنده تر سره کړې ده ویلي، ناټو د دې لپاره جوړه شوې چې خپلې وسلې وپلوري. د ریچارډ بلک په خبره، د دې سازمان د موجودیت یوازینی دلیل بیا له روسیې سره دښمني ده.
نوموړي ویلي اوس نړۍ بدله شوې ده او ټول په دې پوهېږي چې دوست او دښمن څوک دی. هغه دغه راز زیاته کړې، ټرمپ هم دې سازمان ته د وسلو د بازار په سترګه ګوري. بلک ویلي، ټرمپ ځکه د دې سازمان د فلجېدو په اړه د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون پر خبرو توند غبرګون ښودلی دی چې دی خپله هم غواړي د وسلو د پلور لپاره دا بازار له لاسه ورنکړي.
https://avapress.com/vdcay0n6049no01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته