دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 197748
پنټاگون: د افغانستان د جګړې په اړه په عمدي توګه خلکو ته غلط معلومات نه دي ورکړل شوي
په افغانستان کې د ترهګرۍ خلاف د امریکا د جګړې پر څرنګوالي ډېر مخکې پخواني ولسمشر او ځینو هېوادونو نیوکې درلودې خو دغو نیوکو ته اعتنا نه ده شوې
د امریکا د دفاع وزارت د واشنګټن پوسټ هغه راپور ردوي چې گواکې لوړپوړو امریکایي چارواکو په عمدي توگه د افغانستان د ١٨ کلنې جگړې په هکله خلکو ته تیرایستونکي معلومات ورکړي.
د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ دسمبر ٩ هغه دولتي اسناد خپاره کړي چې ددې ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، لوړپوړو امریکایي مقاماتو د افغانستان د ١٨ کلنې جگړې په اړه په بې حده خوشبینانه ویناوو خلک تیرایستلي دي.
د دغو اسنادو په بنسټ دغه لوړپوړي مقامات پوهیدل چې د هغوی ویناوې ناسمې دي او د افغانستان جګړه نه شي ګټلی خو بیا یې هم خلکو ته دروغ ویلي دي. خو د امریکا د دفاع وزارت ویاند ډگروال تامس کمبل امریکا غږ ته ویلي چې دغه وزارت هیڅکله قصد نه دی درلودلی چې خلک تېر باسي.
په ورته مهال د چارو شنونکي او د ولسي جرګې غړي وايي چې امریکا د ترهګرۍ خلاف ريښتنې جګړه نه ده کړې.
د مشرانو جرګې غړی نادر بلوڅ او د چارو شنونکی اسدالله ندیم وایي، د متحده ایالاتو د ترهګرۍ ضد جګړې پر څرنګتیا له ډېرو کلونو راهیسې پخواني ولسمشر او یو شمېر هېوادونو نیوکې درلودې، خو دغو نیوکو ته اعتنا نه ده شوې.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ماموریت په اړه دغه اسناد داسې مهال افشا کیږي، چې د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې افغان جګړه پوځي حل نه لري او خپل سرتیري وباسي.
https://avapress.com/vdcbazb8wrhb9zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته