دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 197750
هغه غونډه د حکومت په فرمایش جوړه شوې وه، زه ورسره هېڅ رابطه او فکري تړاو نه لرم(جمال الدین حکمتیار) د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د رهبرۍ شورا او پخوانیو قوماندانانو یوه ډله جلا شوې ده، دوی وايي غواړي چې د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد بیا فعال کړي
پرون چې په یو شمېر رسنیو کې د حزب اسلامي څخه د ناراضو کسانو خبر خپور شو چې دوی به تر بل نوم لاندې له حکمتیار څخه بېل خپل سیاسي فعالیت پیلوي. د هغو په نوملړ کې ځينو له دغه تصمیم څخه ناخبري ښودلې او د نوي تشکیل خبره یې د حکومت هڅه بللې چې د حزب اسلامي دریځ کمزوری وښيي.
د حزب اسلامي یوې سرچینې ویسا ته وویل چې د ارواښاد کشمیرخان زوی او د ولسي جرګې غړی خان محمد وردګ، فیضان الله فیضان، حاجي سرکاتب او د حکمتیار زوی جمال الدین حکمتیار له دغه ډلې سره د ملګرتیا تردید کړی دی.
سرچینه وايي چې یو شمېر کسان پر حکمتیار نیوکې لري خو د ځانګړې ډلې جوړولو په فکر کې نه دي. په خپاره شوي لېست کې زیات کسان پر خپلو نومونو خبر هم نه دي.
بل لور ته د حزب اسلامي د امیر مشر زوی جمال الدین حکمتیار په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي: دا جلسه د حکومت په فرمایش د حکومت د برحاله مامورینو په مرسته جوړه شوې. نوموړی زیاتوي د دې جلسې مخکښو کسانو تل له برحاله حکومتونو سره معاملې ترسره کړې، ځينې یې د مالي فساد دوسيې لري، د دوی هدف یوازې له حکومت څخه د نور امتیاز اخیستل دی.
جمال الدین حکمتیار لیکلي چې زه د دې غونډې له دایروونکو سره هېڅ رابطه نه لرم او د دوی له سیاستونو سره فکري اختلاف لرم، زما نوم یې د غلطې استفادې لپاره په لېست کې راوړی دی.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا یو شمېر غړو او پخوانيو قوماندانانو، چې ټاکل شوې یوه نوې شورا اعلان کړي، له حکمتیار څخه لار بېله کړې ده.
په نوي اتحاد کې حکومتي جګپوړي غړي، د حزب اسلامي د اجرائیه شورا غړي، د ګوند پخواني ناراضه کسان او ځینې غیر مشهور کسان شامل دي، چې ټاکل شوې راتلونکې جمعه د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد په نامه یو نوی تشکل رامنځته کړي.
د نوي اتحاد د مشرتابه غړی قاضي محمد امین وقاد وايي د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد د حکمتیار پر خلاف هڅه نه ده بلکې تاثیر ګذاره سیاسي – جهادي شخصیتونه به له دې محور څخه د سولې پروسې په شمول د هېواد په مهمو ملي مسایلو کې نقش ولوبوي.
د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد تر چتر لاندې د یاد ګوند ګڼ تعداد غړي له حزب اسلامي څخه په داسې حال کې وځي چې ددغه ګوند مشر پر ولسمشر غني په دې وروستیو کې خپلې نیوکې سختې کړې او یو شمېر داسې انګیري، چې نوی اتحاد د حکومت په مرسته رامنځته شوی.
https://avapress.com/vdcenf8z7jh8ofi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته