د لوګر ځينې اوسېدونکي ادعا کوي چې سې شنبې د دغه ولایت د برکي برک ولسوالۍ د ده شیخ په کلي کې د یوه توغندي د لګېدو په پایله کې ۴ ماشومان وژل شوي دي.
په لوګر کې د ملي پوځ یو قومندان برید جنرال عبدالمتین حسن خېل وايي چې شونې ده دا برید د بهرنیو ځواکونو له خوا شوي وي.
د هغه په وینا، بهرني ځواکونه د ده شیخ کلي ته نږدې یوه اډه لري.
پرېکنده ملاتړ ماموریت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د برکي برک ولسوالۍ اوسېدونکی محمد هاشم وايي:«نن دا پېښه وشوه، بله ورځ بله کېږي... د دې مخه باید ونیول شي.»
د لوګر بل اوسېدونکی څرګندوي:«برید د کمپاین (د بهرنیو ځواکونو اډې) له خوا ترسره شوی. دلته طالبان نشته او امنیتي ځواکونه پوسته لري.»