کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات کې د روباټ جوړونکو نجونو د روباټونو نندارتون

20 قوس 1398 ساعت 11:20


روباټ جوړونکو نجونو چې په بېلابېلو نړیوالو سیالیو د روباټونو له جوړولو سره هېواد ته ویاړ راوړی اوس یې په هرات ولایت کې نندارتون جوړ کړی دی.
دغه نجونې چې زده کوونکې او تر اتلسو کلونو کم عمره دي، د کمپیوټري لوبو، روباټ جوړولو او لاسي صنایعو کې خپل خللاقیتونه په یوه نندارتون کې نندارې ته اېښي دي.
یو د دغه روباټ نوم آسوا دی چې ډېر لګښت پرې راغلی او د کاناډا د سیالیو لپاره د روباټ جوړونکو نجونو لخوا جوړ شوی دی.
دغه روباټ په فابریکو کې د درنو وسایلو د لېږد رالېږد لپاره چې د انسان له توانه بهر دي کارول کېږي.
د روباټ جوړونکو نجونو روزونکې فاطمه قادریان وايي:«له دې کولای شو په فابریکو کې د درون لېږد رالېږد لپاره چې د یوه انسان له وسې وتلی وي، استفاده کړو.»
دیجیټل سیټیزن فنډ بنسټ اوه کاله مخکې د هرات د نجونو په یوه ښوونځي کې کار پیل کړ او تراوسه یې کابو څوارلس نجونې د روباټ او نویو ټکنالوژیو په برخه کې روزلې دي.
د ډیجیټل سیټیزن فنډ بنسټګره رویا محبوب وايي:«موږ یو ډېر ستر پروګرام لرو. چې له نوروز وروسته په کابل کې به ترسره شي.»
د هرات والي عبدالقیوم رحیمي څرګنده کړه:«ځينو وسایلو ته اړتیا لرو چې تولید کړو او پېرو یې او پر هغه پانګونه کوو... او بله پانګونه پر روزنې ده او بله پانګونه د دغې ډلې لپاره لابي ګرۍ ده.»
د دغه روزنیز مرکز مسوولین وايي ډېر ژر به په کابل کې د افغان هیلو د عملي کولو په نوم د مصنوعي هوش لومړنی ښوونځی فعالیت پیل کړي.


د مطلب کود: 197752

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197752/هرات-کې-د-روباټ-جوړونکو-نجونو-روباټونو-نندارتون

آوا
  https://www.avapress.com