کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لندن او هالنډ کې خلک په چړو وهل شوي

20 قوس 1398 ساعت 15:09


د اروپا په لندن او هالنډ هیوادونو کې پر خلکو د جړو بریدونه شوي دي.
لندن کې یوه بریدګر دوه کسان په چړو وهلي او پولیسو بېرته بريدګر ويشتلی دی.
چارواکو ویلي چې بریدګر اته ويشت کلن عثمان خان و او د پولیسو په ډزو سره وژل شوی.
بریدګر پرون جمعه شاوخوا دوه بجې د لندن ښار په زړه کې د لندن پر مشهور برج دوه کسان په چړو وهلي و.
د لندن متروپولېټن پولیسو ويلې چې پېښه یو تروریستي عمل و.
د بریتانیې صدراعظم بوریس جانسن پر خپل ټويټر پاڼه اعلان کړی چې حالت عادي دی، نوموړي له پوليسو څخه هم د چټک غبرګون ښودلو له امله مننه کړي ده.
بلخوا بيا په هالنډ کې هم يوه بريد کوونکي څو کسان په چړو وهلي او ټپيان کړي دي.
پوليس وايې بريد کوونکی تښتېدلی او دوی يې د پيدا کولو هڅه کوي.


د مطلب کود: 197753

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197753/لندن-او-هالنډ-کې-خلک-په-چړو-وهل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com