دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 197756
امريکا په افغانستان کې خپله ماتې پټه کړې ده
امريکا متحده ايالتونو. په افغانستان کې  په تيرو ۱۸ کلونو کې د بري د نه ترلاسه کولو حقيقت د ټولو نه پټ کړی دی.
د ويتنام په جګړه کې د امريکا د ماتې خوړو اړوند د پټو اسنادو او شواهدو خپرونکې د واشنګټن پوست ورځپاڼې دا ځل د ۲۰۰۲ کال راهيسې په افغانستان کې په روانه جګړه کې د امريکا د ماتې خوړو اړوند پت اسناد او شواهد ترلاسه کړي او خپاره کړي دي.
دا اسناد پداسې يو وخت کې د واشنګټن پوست ورځپاڼې لاس ته ورغلي دي چې امريکا په قطر کې د طالبانو سره د دويم ځل لپاره و سولې مذاکرات پيل کړي دي.
پدې اسناد کې دا خبره د ورا ښکاره ده چې امريکا د افغانستان په روانه ۱۸ کلنه جګړه کې هیڅډول بری ندی ترلاسه کړی او برعکس د سترې ماتې سره مخامخ ده.
امريکا دا حقيقت د ټولو نه پټ کړی دی.
واشنګټن پوست ورځپاڼې ته په لاس ورغلو ۲۰۰۰ پاڼيزو اسنادو کې دافغانستان په جګړه کې د د ښکيلو مهمو  امريکايي پوځيانو او ډيپلوماټانو نظر ته ځای ورکړ شوی دی.
په اسنادو کې د څه باندې ۴۰۰ تنو
مهمو پوځي قومندانانو له قوله ليکل شوي دي چې امريکا د افغانستان په جګړه هيڅډول بری ترلاسه کړی ندی او بر عکس د څليښو په ډنډ کې ګرفتاره شوی دی.پدې اسنادو کې د امريکا د پخوانيو ولسمشرانو بوش او اوباما په دورو کې په سپينه  کې د افغانستان د څانګې د مشر ډګرجنرال دوګلاس لوت له قوله ليکل شوي دي چې په افغانستان کې زمونږ اصلي ستونزه دا وه چې مونږ ددې هيواد د درکولو نه ډير لرې وو. پدې نه پوهيدو چې څه وکړو. دا چې د څه ډول يو دروند  بار مو په اوږو کړی وو پدې نه پوهيدو.
پدې اسنادو کې د ډيرې امريکايي چارواکيو ولي دي چې د افغانستان په اړه د امريکا ستراتيژي د پيل نه غلطه وه خو امريکايي چارواکي سره ددې چې پدې خبره ډيره پوهيدل خو تل يي  پټه کړې ده.
همداشان پدې اسنادو کې د ټیټ  رتبه چارواکيو له قوله هم ليکل شوي دي چې دافغانستان د جګړې په حقايق تل پت شوي او خلکو ته غلط وړاندې شوي دي.
امريکا متحده ايالتونو په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان د يرغل کولو نه راپديخوا څه باندې۲۳۰۰ تنه سرتيري د لاسه ورکړي او تر شلو زرو تنو ډير سرتيري  ټپيان شوي دي.
https://avapress.com/vdcam0n6i49no01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته