د هندوستان په پلازمينه نوې ډيلۍ کې د بکسونو جوړولو په فاريکه کې اورلګيدنې له امله ۴۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د نوې ډيلۍ د پوليسو په وينا دا اورلګيدنه چې د سهار په وختي ساعتونو کې رامنځته شوې وه د اور وژنې ډلو د څو ساعته هڅو په پايله کې تر کنټرول لاندې راغله.
ويل کيږي اور لګيدنه پداسې حال کې رامنځته شوې وه چې ډيری ګارګران په خوب ويده ول.
همداشان پدې پيښه کې په لسګونو تنه ګارګر ژوندي ژغورل شوي دي. ددې پيښې ګڼ شمير مسموم شوي کسان د درملنې په خاطر روغتونونو ته استول شوي دي.
پيښه د نوې ډيلۍ د اناج منډوۍ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
پوليسو ويلي دي چې د اورلګيدنې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی.
اورلګيدنه د فابريکې په کارخونه کې رامنځته شوې ده.