خوښ ديک ۰

په هندوستان کې په يوې فابريکه کې د اورلګيدنې له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی

په هندوستان کې په يوې فابريکه کې د اورلګيدنې له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی
د هندوستان په پلازمينه نوې ډيلۍ کې د بکسونو جوړولو په فاريکه کې اورلګيدنې له امله ۴۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د نوې ډيلۍ د پوليسو په وينا دا اورلګيدنه چې د سهار په وختي ساعتونو کې رامنځته شوې وه د اور وژنې ډلو د څو ساعته هڅو په پايله کې تر
د هندوستان په پلازمينه کې په فاريکه کې اورلګيدنې ستر ځاني او مالي زيانونه اړولي دي
کنټرول لاندې راغله.
ويل کيږي اور لګيدنه پداسې حال کې رامنځته شوې وه چې ډيری ګارګران په خوب ويده ول.
همداشان پدې پيښه کې په لسګونو تنه ګارګر ژوندي ژغورل شوي دي. ددې پيښې ګڼ شمير مسموم شوي کسان د درملنې په خاطر روغتونونو ته استول شوي دي.
پيښه د نوې ډيلۍ د اناج منډوۍ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
پوليسو ويلي دي چې د اورلګيدنې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی.
اورلګيدنه د فابريکې په کارخونه کې رامنځته شوې ده.
چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود: 197757 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *