خوښ ديک ۰

کندهار کې ۷۱ سوداګر په ۷۰ میلیونه ډالرو د درملو فابریکه جوړوي.

کندهار کې ۷۱ سوداګر په ۷۰ میلیونه ډالرو د درملو فابریکه جوړوي.
د کندهار په عینو مېنه کې د ۷۰ ملیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د سنو فارما په نوم د درملو د جوړونې تر ټولو لویه فابریکه جوړیږي.
د کندهار والي  حیات الله حیات چې د دغې فابریکې د جوړېدو چارو ارزونې ته ورغلی و وايي، د فابریکې شریکوالو ورته ویلي چې، دغه فابریکه به د ۷۱ پانګه والو له لوري په ۲۷ جریبه ځمکه کې د یوه کال په ترڅ کې جوړېږي، چې په ۷ ساعته کې به دوه میلیونه ټابلېټو، یو میلیون کپسول او سل زره سېرومونو د تولید وړتیا ولري.
نوموړي په دې اړه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې، د درملو د جوړونې دغه خصوصي فابریکه باندې به د جوړېدو برخه کې ۳۰ میلیونه ډالر لګښت راشي، چې تر اوسه ۱۲ میلیونه ډالر پرې مصرف شوي او په وینا یې پر دغه فابریکه ښايي تر ۷۰ میلیونه ډالرو پانګونه وشي.
افغانستان د درملو د جوړونې له پلوه پر ځان بسیا هېواد نه دی او اوس هم د خپلې اړتیا وړ درمل له پاکستان، هند، ایران او ترکیې څخه تر ډېره واردوي.
څه موده وړاندې د روغتیا وزارت ویلي وو چې افغانستان دا مهال په کور دننه نږدې ۲۰ قلمه درمل پخپل جوړولی شي.
چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۹
د مطلب کود: 197774 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *