د برجام ايټمي موافقې د ساتنې په ضرورت کښې د دغې موافقې د ټولو لورو د يو والي موضوع د دغې اتحاديې لپاره ډېره مهمه چاره ده.
هغه په پېرس کښې د اروپائي اتحاديې د بهرنیو چارو د وزيرانو له غونډط وروسته په يو اخباري کانفرنس کښې د دې په بيانولو سره چې د ايران موضوع يې په ذاتي توګه په دغه غونډه کښې مطرح کړه تاکيد وکړ: د برجام ګډ کمېشن د جُمعې د ورځې غونډې وښودله چې ټول لوري د دغې موافقې ملاتړي او د هغه د ساتنې غوښتونکي دي. دغه موضوع زمونږ ټولو لپاره ډېره مهمه ده.