دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۱
د مطلب کود : 197781
د عراق د الحشد الشعبي ځواک نائب رئیس ابو مهدی المهندس پرون د داعش ترهګرې ډلې په مقابل کښې د خپل هیواد د بریالیتوب د دويمې  کلیزې په مناسبت په یوې وینا کښې وویل که چرې د ستر مذهبي مرجع آیت الله سیستاني فتواګانې نه وې نو د عراق حکومت او خلق به د داعش په مقابل کښې نه وو بريالي شوي او د فتح جشن به یې نه نمانځه.
د  افغان خبری آژآنس د خبر له مخی، د سوریې سرچینو پرون په ادلب ولایت کښې د کیمیاوی وسلو د یوې نوې حملې د ترسره کولو لپاره د ترهګرو ډلو د چمتووالي خبر ورکړ .
د سوریې سرچینو زیاته کړه د جبهه النصره ترهګرې ډلې غړو او سپین خوئلیو د کلورین ګېسو څو بیرلونه په شمال کښې د ادلب ولایت په جنوب کښې سراقب  او معره النعمان ښارونو ته منتقل کړي دي.
https://avapress.com/vdcivyazzt1a3y2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته