دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۱
د مطلب کود : 197787
وړومبې هم وېسا ورځپاڼه چې د صلحې هڅې؛ څومره ریښتینې ،څومره ډرامه؟ تر عنوان لاندې خپله سرمقاله کښې يې ليکلي دي: په قطر کې د امریکا و طالبانو تر منځ خبرې روانې دي، طالبان خوشبین دي چې تر لسو ورځو یا دوو اونیو پورې به د دوی تر منځ توافق لاسلیک شي. د توافق په نویو ټکیو کې د تاوتریخوالي کموالی او اوربند هم یادېږي، خو اصلي مساله تر اوسه پر ځای پاتې ده.
که فرضاً د امریکا او طالبانو تر منځ توافق لاسلیک شي، تر اوسه پورې د بین الافغاني خبرو په باب د طالبانو او افغان حکومت په دریځونو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی، که دوی دواړه یا یو لوری پر خپل دریځ کلک شي د امریکا او طالبانو تر منځ تفاهم او توافق بیا څه معنا درلودای شي؟
سرمقاله کښې راغلي دي:واقعیت دا دی چې د سولې په تړاو اصلي ستونزه د امریکا په ګونګې او مبهمې تګلارې کې ده، دوی له طالبانو سره څه ډول توافقات کوي؟ له حکومت سره یې چلن څه ډول دی؟
تر اوسه دې پوښتنو ته داسې سپین ځواب نشته چې د قطر د سولې د پروسې په باب دې افغان ولس ډاډه شي.
د مقالې په آخر کښې راغلي دي د سولې روانه پروسه سراسر یوه پوچه ډرامه ده. د دې ډرامې د شنډولو او په ټوله کې د افغان غمیزې د پایته رسولو یوازینۍ لاره همدغه ده چې د یوه ملي محور او یوې بین الافغاني اجماع په جوړولو لاس پورې شي. په تکرار وایو چې تر څو افغانان د یوه محور او اجماع خاوندان نشي دغه تیارې به هېڅکله پرې رڼا نه شي.
https://avapress.com/vdcevf8zfjh8ofi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته