دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۱
د مطلب کود : 197788
پر بګرام اډې برید کې ۸۰ ملکیان ټپیان شوي یوه مېرمن وژل شوې ـ ولسوال
د پروان سیمه ییز چارواکي وايي، نن چهارشنبه سهار شپږ بجې پر بګرام پوځي اډې موټر بم او وسله وال برید شوی دی.

د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار ته وویل، چې لومړی په سیمه کې د کوریاییانو د غیر فعال روغتون مخې ته موټر بم برید شوی او ورورسته څو تنو وسله والو د دغه روغتون له ودانۍ څخه پر بګرام پوځي اډې وسله وال برید کړی دی.
هغې وویل، چې سیمه د بهرنیو ځواکونو لخوا کلابنده شوې او دا مهال د بریدګرو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي بیا امریکا غږ ته وویل، چې په دغه موټر بم او وسله والو برید کې څه باندې ۸۰ ټپیان شوي او یوه مېرمنه وژل شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي، چې د درملنې په هدف د پروان ولایت روغتون ته انتقال شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې یاد کسان د ښيښو او کړکیو ماتېدو له امله ټپیان شوي دي.
د بګرام ولسوال وویل، چاودنه ډېره قوي او له امله یې بګرام پوځي اډې ته نژدې سلګونه کورونه تخریب شوي دي.
هغه وویل، چې کېدایشي د وسله والو بریدګرو شمېر لس تنه وي.
ولسوال زیاته کړه، دا چې د پېښې ساحه د بهرنیو ځواکونو لخوا کلابنده شوې، معلومه نه ده، چې جګړه پای ته رسېدلې که نه.
چارواکي وایي، چې وسله والو لومړی نن سهار د بګرام هوايي اډې دننه د کورییانو د غیر فعال روغتون مخې ته موټر بم چاودنه وکړه او وروسته څو تنو وسله والو له یادې ودانۍ څخه پر استفادې پر بګرام اډې ډزې پيل کړې.
د دغه روغتون امنیتي چارې په بګرام پوځي اډه کې د مېشتتو بهرنیو ځواکونو لخوا پر مخ وړل کېدلې.
بلخوا په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت ویاند ډګروال سوني لګیټ امریکا غږ ته وویل، چې وسله والو دغه برید پر یو رغتون کړی او بهرنیو سرتېرو ته پکې زیان نه دی رسېدلی.
نوموړي زیاته کړه، چې بهرنیو او افغان ځواکونو د بګرام پوځي اډې امنیت نیولی او پر دغه پوځي مرکز یې د وسله والو برید دفعه کړی دی.
تر دا مهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
بګرام پوځي اډه په افغانستان کې د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو تر ټولو لوی او مهم خوندي مرکز دی.
د تېرې نومبر میاشتې پر۲۸مه د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ هم افغانستان ته په یو ناعلان شوي سفر په دغه پوځي اډه کې له مېشتو بهرنیو ځواکونو، افغان ولسمشر او یو شمېر منسوبینو سره وکتله.
پر یاد مرکز دغه برید پر داسې مهال کېږي، چې روانه اونۍ په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې، تر درې میاشتنې وقفې وروسته بیا پیل شوې.
د امریکا ولسمشر دغه خبرې په تېره سپټمبر میاشت کې په کابل ښار کې د طالبانو د یو موټر بم برید په غبرګون کې چې د یو امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲ افغان وګړي یې ووژل لغوه کړي وې.
 
https://avapress.com/vdcfcedycw6d1ea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته