کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپائي ټولنې وويل:

په افغانستان کښې د عامه افغانانو مرګ ژوبله په بې سارې توګه لوړه شوې ده.

20 قوس 1398 ساعت 17:33


د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پرون په کابل کې د بشري حقونو نړیواله ورځ او د جنګ قربانیانو ملي ورځ ونمانځله.
په دغه کنفرانس کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي پیري مایدون وویل، افغانستان کې بشري حقونه د جګړو قرباني شوي، د ملکي تلفاتو ارقام په ۲۰۱۹ کال کې لوړ شوي او باید د جنګ ښکیلې خواوې یې ځواب ووايي.
پیري مایدون زياته کړه:« په دې وروستیو کې د ملکي تلفاتو ارقام زیات شوي، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې شاوخوا ۸ زره بې ګناه او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې دا د بشري حقونو نقض دی او باید د جنګ ښکیلې خواوې یې ځواب ووايي.»
د کابل چاپ دنيا ورځپاڼې بيا په سرمقاله کې یادونه کړې، د افغانستان وضعیت ته په کتو اوس د سیمې او نړۍ هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي، چې په افغانستان کې جګړه د هیچا په ګټه نه ده او په سیمه کې ثبات ته جدي اړتیا ده.


د مطلب کود: 197790

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197790/په-افغانستان-کښې-د-عامه-افغانانو-مرګ-ژوبله-بې-سارې-توګه-لوړه-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com