دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۹
د مطلب کود : 197804
کندهاروالي: دیني عالمان دي د پوليو ويرویس په لمنځه وړلو کي مرسته وکړي
علماء، مدني ټولني او میندي دي د پولیو په مخنیوي او له مینځه وړلو کي هر اړخیزه همکاري او عامه ذهنیت جوړونه کي مرسته وکړي
یادي څرګندوني د سې شنبې په ورځ د کندهار والي حیات الله حیات په مشري په هغه غونډه کي وسوې، چي د WHO د ختیځ مدیتراني د پولیو مسؤل ډاکټر حمید جعغری، د WHO د افغانستان د پولیو مسؤل ډاکټر ریچرډ، د عامي روغتیا وزارت د پولیو مسؤل ډاکټر ستانګزي او یو شمیر نورو مسؤلینو پکښي برخه اخیستي وه.
په غونډه کي لومړي د WHO د ختیځ مدیتراني د پولیو مسؤل ډاکټر حمید جعفری وویل، بدبختانه د کندهار څخه نورو ولایتونو ته د پولیو ویروس خپریږي او په یاده برخه کي مشخصي سیمي په ګوته کړي، چي د مخنیوي لپاره یې علماء، مدني ټولني، مذهبي اشخاص او کورونو کي میندي باید د عامه ذهنیت جوړوني، رد کورنیو د قناعت او پولیو په مخنیوي کي خپل مسؤلیت ادا کړي.
ښاغلي جعفري زیاته کړه، چي د ماشومانو د ښه تشخیص په موخه دي ښځینه رضاکاراني ډیري وګمارل سي، تر څو د میندو سره په ګډه د یادي لاعلاجه ناروغۍ مخه ونیسي او د ولایتي رهبرۍ یې وغوښتل، چي د دوی د کارمندانو په ګمارنه کي د مداخلې مخه ونیسي، تر څو وړ کسان دغه کمپاین پر مخ یوسي.
وروسته کندهار والي حیات الله حیات خبري وکړې او مننه یې وکړه، چي نړیوال خیرئیه بنسټونه او موسسات د فلج ناروغۍ په مخنیوي کي مرسته او همکاري کوي او زیاته یې کړه، چي د یاد کمپاین ارزښت ښه درک کولاي سي او د پولیو کمپاین د ښه ترسره کیدو ډاډ یې وړاندي کړ.
کندهار والي زیاته کړه، چي د ښاروالۍ ریاست، علماو، مدني ټولنو او نورو اقشارو په مرسته به د پولیو لپاره د خلکو ذهنیت جوړوني ته نور کار هم کیږي او د ټولو ګذر وکیلانو په مرسته به دغه پروسه نوره هم چټکه کړي او همداراز یې ډاډ وړاندي کړ، چي د پولیو کمپاین د ترسره کولو پر مهال به د هر ډول مداخلې او مزاحمت مخه نیسي، تر څو ماشومان د یادي لا علاجه ناروغۍ څخه وژغورل سي.
https://avapress.com/vdce7f8zejh8ovi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته